خبرونهورزش

خوست کې د «زرغون افغانستان» په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عبید اسير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت په همغږۍ د دې ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د «زرغون افغانستان» په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د عبید اسير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمريت د مسوولینو په وینا، په دغو سیالیو کې د ۴۶ لوبډلو برخه اخستې وه، چې اتلولي یې عبید اسير لوبډلې خپله کړه.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې؛ د يادو سياليو پايلوبه د عبيد اسیر او سردار ولي افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سردار ولي افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۸۴ منډو هدف کېښود، چې عبيد اسیر لوبډلې ياد هدف په اتم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته