خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۱۸ کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه

کابل د مرغومي ۱۳مه، باختر
د خوست ولايت په اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ له ۱۸ کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه.
دغه دښمنۍ چې د حاجي قمرشاه او بسم الله شاه کورنيو ترمنځ رامنځته شوې وه, له ۱۸کلونو وروسته د ځایي علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب او د امنیتي مسؤلینو په همکارۍ او د دې ولايت سیمه ییزو مسؤلینو په منځګړیتوب حل شوه.
د خوست ولایت امنیه قومندان حافظ عبدالرشید عمري، متضررې کورنۍ ته د یاد اوږد مهاله دښمنۍ د پای ته رسېدو په پار یې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې د خلکو ترمنځ د خپل منځي شخړو په له منځه وړلو کې له حکومت سره جوخت د سیمې مخور او بانفوذه اشخاص هم مسؤلیت لري، څو د خلکو ترمنځ د سولې او ورورګلوۍ تار ونښلول شي.
ورته مهال دواړو کورنیو له منځګړیو اړخونو مننه وکړه، چې د دوی د شخړې په هواري کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړي او په بې پرې توګه یې غوره او عادلانه پرېکړه وکړه.