خبرونهټولنهTOP

خوست کې د درېیو کورنيو ترمنځ له ۴۰ کلنې دښمنۍ وروسته جوړه وشوه

کابل، د غبرګولي ۱۷مه، باختر 

 د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولینو د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ په خنډکي کلي کې د درېیو کورنیو ترمنځ د ۴۰ کلنې دښمنۍ د ختمولو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د دفتر رئیس قاري اشرف شاهين د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې یاده دښمني د تڼیو ولسوالۍ په خنډکي کلي کې د درېیو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې وه، چې  په ترڅ کې یې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي وو، چې د ځايي مسوولینو او  قومي مخورو  په منځګړیتوب حل شوه.

د ناستې په پای کې د ښکېلو لوریو غړیو یو بل ته د ورورۍ غېږې ورکړې او د پښتني دود له مخې یې یو بل او راغلو مېلمنو ته لونګۍ ور په سر کړې او هم یې د خاورو د غونډیو په ورانولو او ګډولو سره دا وښوده چې زموږ ترمنځ دښمني ختم او د تېر په څېر مو خاوره ګډه ده او یو وار بیا د ورورۍ ژوند کوو. 

یاده دې وي، چې په خوست کې د اسلامي امارت د چارواکو او قومي مخورو په ګډو هڅو د قومي  شخړو د  له منځه وړلو هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوي، چې په پایله کې یې لسګونه قومي شخړې هوارې شوي، چې ولسونه یې هر کلی کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته