خوست; د ۲۳۰ زره ډالرو په لګښت يو داراليتام جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
کابل, د لېندۍ ۱۷ مه, باختر
د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ اړوند د غلنګ په دارالعلوم نعمانیه کې د ۲۳۰ زره ډالرو په لګښت يو داراليتام جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
ياد دار اليتام د ترکیې هېواد د( آی. ډي. ډي. اي. اف)خیریه مؤسسې له لوري د ۲۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د شیخ علي حیدر آفندي په نوم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پدې اړه جوړو شویو مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني ویلي چې مسلمانان باید یو تر بله د مرستې لاسونه وغځوي، د بې اتفاقۍ له بد مرض څخه ځانونه وساتي او د الله ج پر دین باندې منګولې کلکې کړي.
خوست والي زیاته کړه، کفار غواړي چې مسلمانان له خپلو اصلي موخو څخه وګرځوي او تر منځ یې تفریقې او بدبختۍ رامنځته کړي.
ښاغلي روحاني وویلي چې الله (ج)وعده کړې چې کوم چا د هغه د رضا او خدمت لپاره قدم پورته کړ، زه یې مرسته کوم. نوموړي وویل: “پر موږ باندې د یتیمانو حق دی، د دوی پلارونه د اسلامي نظام د راتګ په لاره کې شهیدان او قربان شوي دي”.
د یادې خیریه مؤسیسې مسؤل شیخ محمد تورن په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دوی هڅه کوي، په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته خدمت وکړي.
تورن زیاته کړه، چې یاد دارالیتام په دوه پوړونو کې جوړ شوی، چې د ۲۳ اطاقونو په درلودلو سره د ۶۰۰ زده کوونکو د ځاېدو ظرفیت لري.
ښاغلي تورن ویلي هڅه کوي چې د یاد دارالیتام لپاره د ننوایۍ ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
همهاله د یادې خیریه مؤسسې مسؤل شیخ محمد تورن د یادې مدرسې په انګړ کې د یو نوي جومات د بنسټ ډبره هم کېښوده.