خوست او بامیانو کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

کابل، د سلواغې ۴ مه، باختر
په خوست کې د والیبال پیل شوې سیالۍ د کابل منتظر لوبډلې او په بامیانو کې د بورسنه لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په خوست او بامیانو ولایتونو کې د والیبال سیالۍ د بریالیو لوبډلو په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د خوست ولایت د مرکز اړوند په شیخ زاید جمنازیوم لوبغالي کې څه موده وړاندې د کابل، پښتونخوا، میدان ورګو او خوست ولایتونو د ۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې ، چې د یادو سیالیو پایلوبه کې کابل منتظر لوبډلې د بلال مندوزي لوبډلې ته ۳ – ۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.
باید وویل شي چې د خوست د شیخ زاید جمنازیوم لوبغالی څه موده وړاندې د ۱۸۵ زره ډالرو په لګښت جوړ شوی.
بلخوا، دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې په بامیانو ولایت کې د ژمني جام تر عنوان لاندې د ۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې وې، چې د بورسنه کلي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د ځايي مسوولینو په وینا، دغه سیالۍ د سپورټ د پرمختګ او د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته