خوست؛ په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د روشن مخابراتي خدماتي څانګه پرانیستل شوه

کابل، د مرغومي ۱۷ مه، باختر
د خوست په لرې پرتې سرحدي ولسوالۍ ځاځي میدان کې د لومړي ځل لپاره د روشن مخابراتي شرکت خدماتي څانګه د یوشمېر دولتي مقاماتو په شتون کې پرانیستل شوه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د یادې څانګې د پرانیستي په مراسمو کې د روشن مخابراتي شرکت د سویل ختیځ زون د پېرودونکو خدمتونو مسوول عیسی محمد ممتاز د دغې څانګې پرارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د څانګو ټولو استازو ته د اترا ادارې د سیمکارټونو د ثبت او راجسترېشن د نوې کړنلارې په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی او په تطبیق کې به یې هېڅ راز بې غوري ونشي.
نوموړي زیاته کړه ، چې د روشن مخابراتي شرکت په هېڅ څانګه کې استازي نشي کولای چې له پېرودونکو سره بد چلند وکړي، د سیمکارټ د کړنلارې خلاف کار ترسره کړي او په ځانګړې توګه نشي کولای چې پرپېرودونکو په جبري توګه کرېډټ وپلوري او انټرنټ فعال کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره د هېواد په لرې پرتو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالې او زرګونو کسانو مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پیداکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته