خوست؛ د شاوخوا ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې

کابل، د لیندۍ ۱۵مه، باختر
د خوست ښار د ناکامورا څلورلاري د شمال لوري، اولې او دریمې ناحیې، او د تخته بیکو تر منځ د سرکونو او لښتیو په اساسي او معیاري بڼه د جوړولو چارې نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوې چې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني، خوست ښاروال قاري بسم الله بلال، د دولتي ادارو کارکوونکي، او ګڼ شمېر ښاریانو پکې ګډون درلود.
ښاروال قاري بسم الله وویل یادې څلور پروژې چې پکې په اساسي ډول د ۲۳۸۵ متره په اوږدوالي د سرکونو، د ۳۵۰۰ متره په اوږدوالي د لښتیو همداشان د ناکامورا د څلورلاري په پروژه کې د ۹۱۰ مترو په اوږدوالي د سلبونو او د تخته بیکو په پروژه کې د ۶ پلچکونو جوړول شامل دي؛ د ښاروالۍ له بودیجې د شاوخوا ۹۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په پام کې لري، چې د نورو پروژو تر څنګ د ښار لپاره د رڼا یا لایټينګ پروژه هم پلې شي، چې د خوست ښار به ورسره ځانګړې ښکلا پیدا کړي.
مراسمو کې د خوست والي په خپلو خبرو کې وویل: « ولس ته خدمت او په هره برخه کې د بېلابېلو پروژو تطبیق زموږ مسؤلیت دی، او د اسلامي امارت چارواکي هڅې کوي چې خپل دغه مسؤلیت په ښه شان ادا کړي، دا او ورته پروژې ستاسو له همکارۍ پرته نه ترسره کیږي، تل له شته نظام سره همکاره واوسئ.»
د خوست مېشتو ښاریانو د یادو پروژو د پیل په اړه خوښي څرګنده کړه او له ښاروالۍ څخه یې د ښار په ښکلا او معیاري کولو کې د دې ډول پرمختګونو د دوام غوښتنه وکړه.
باید وویل شي، چې په خوست ښار کې د ګڼو نورو ټولګټو پروژو چارې هم روانې دي، چې ګڼې یې په بشپړېدو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته