خبرونهسیاستTOPټولنه

خلیل الرحمن حقاني: په بېړنیو مرستو ستونزه نه حل کېږي باید راستنېدونکو ته اساسي خدمات وړاندې شي

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د تورخم فرضي کرښې له پنډغالي څخه د لیدلو پرمهال د اروپایي اتحادیې له شارژدافيرې رافيلا یودیچه او د یوشمېر موسسو له استازو سره وکتل.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې خلیل الرحمن حقاني وویل چې د کډوالو خدمت زموږ انساني، اسلامي او افغاني مسؤلیت دی، ښایي د ژمي په رارسېدو سره د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې شي، د بیړنیو مرستو پرځای باید دوی ته د کور جوړولواو کاري فرصتونو برخه کې په معیاري او اساسي خدماتو تمركز وشي.

حقاني زیاته کړه: « دا چې ژمی دی او ځینو ولایتونو ته د کډوالو انتقال ناممکن دی، موږ غواړو دا لنډمهاله پنډغالي په اوږد مهاله کمپونو بدل کړو او دا پروسه د بشرپاله هېوادونو مرستې ته اړتیا لري.»

نوموړي وویل، چې د رسمي دروازو ترڅنګ باید هغه غیر رسمي لارو ته هم پاملرنه وشي، چې ډېری کډوال پرې هېواد ته راستنېږي.

ورته مهال د اروپایي اتحادیې شارژدافیرې د کډوالوړ لپاره د دغه وزارت د کارونو او ښه مدریت ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پاکستان وروستۍ پرېکړه د کډوالو په حق کې ښکاره او لوی ظلم و، موږ به په افغانستان کې د راستنېدونکو مهاجرینو ملاتړ ته دوام ورکړو. نوموړې زیاته کړه: « مادلته حالات له نږدې وڅارل او زه به د کډوالو غږ تر نړیوالو ورسوم، ترڅو ددوی لپاره لا ډېرې مرستې جلب کړم.»

په همدې حال کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمشنرۍ معاون وویل چې ماپه ډېرو هېوادونو کې د کډوالو بحران لیدلی و، خو اسلامي امارت چې دغه بحران څنګه مدریت کړ، واقعا د ستاینې وړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته