کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو یادونه وکړه او له هغه هېواد څخه یې وغوښتل، چې د ګاونډیتوب اصل ته په کتو باید په جبري ډول کډوال ونه باسي او نه یې وځوروي.
نوموړي له یاد هېواد څخه د کډوالو په هکله د یوې ګډې او جامع تګلارې جوړولو غوښتنه وکړه، ترڅو د کډوالو راتلونکی روښانه او په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي او په هېڅ وخت کې کډوال د سیاستونو قرباني نشي.
حقاني همدارنګه په تورخم او سپین بولدک کې هم د ځینو ستونزو یادونه وکړه او په تګ راتګ کې یې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر په دغه کتنه کې وویل چې باثباته او مترقي افغانستان د پاکستان او سیمې هېوادونو په ګټه دی او کوم مسایل چې د خبرو له لارې د حل وړ وي باید ګډې ناستې پرې وشي.
نووموړي زیاته کړه: (کډوال زمونږ ورونه او خویندې دي او د دوی ستونزو ته رسیده ګي زمونږ دیني او اخلاقي مسؤلیت دی)
نظاماني په دغه کتنه کې ژمنه کړې، چې یادې شوې ستونزې به له خپل مشرتابه سره شریکې او د حل لپاره به یې کوټلي ګامونه پورته کړي.