سیاستخبرونهTOP

خلیل الرحمن حقاني: د میز پر  سر لاپې نه وهو، څومره امکانات چې په واک کې لرو د سېلاب ځپلو لاسنیوی پرې کوو

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مرکزي بغلان، نهرین او برکې سیمو له سېلاب ځپلو سره په ناسته کې وویل، څومره امکانات چې په واک لري د سېلاب ځپلو لاسنیوی به پرې وکړي.

خلیل الرحمن حقاني زیاته کړه، چې د ټولو ملکي او نظامي ادارو کاري ټیمونه لاس پکار دي او چمتو دي، چې ټولو زیانمنو سیمو ته خپل خدمات ورسوي.

حقاني د سېلابونو له امله زیانمنو شوو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی او زیاته یې کړه: « موږ یوازې د میز په سرلاپې نه وهو، بلکې څومره امکانات چې مونږ یې په لاس کې لرو د زیانمنو کورنیو لاسنیوی پرې کوو.»

نوموړي د هېواد له شتمنو، سوداګرو او ټولو خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د بغلان ولایت زیانمنو کورنیو مرستې ته راودانګي او په هره برخه کې توان لري باید د دوی لاسنیوی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته