سیاستخبرونهTOP

خلیل الرحمان حقاني له پاکستان څخه راستنو شویو کورنیو ته د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار وکړ

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمان حقاني او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ملي او نړیوالو د موسسو له استازو سره د همغږۍ ناسته وکړه.

په دغه کې خلیل الرحمان حقاني له پاکستان څخه راستنو شویو کورنیو ته د  ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار وکړ او ویي ویل چې د واورو په ورېدو سره ښایي ځینو ولایتونو ته لارې بندې شي، نو له همدې امله مخکې له مخکې باید مرستې ور ورسول شي.

حقاني ټینګار وکړ، چې راستنېدونکو ته کورونه جوړول، کاري فرصتونه رامنځته کول او نور اساسي خدمتونه وړاندې شي.

نوموړي وویل، افغاني غرور ګداګري او چاته لاس نیول نه ایجابوي، له همدې امله دې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي.

په ناسته کې د بلخ ولایت مرستیال حاجي نورالهادي ډاډ څرګند کړ، چې د راستنو شویو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې په ولایت او ولسوالیو کې کمېټې جوړې کړي او امکانات یې هم په لاس ورکړي او ټولو راستنېدونکو ته پروخت رسېدنه کېږي.

وروسته د موسساتو استازو خپل کاري راپورونه وړندې کړل او خپلې ستونزې یې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره شریکې کړې، چې د نوموړي له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته