نړۍ

خلیلزاد: لویه جرګه د سولې د مخامخ خبرو پر وړاندې وروستی خنډ لرې کوي

 نړيوالې خبري منابع / د زمري ١٧مه / باختر
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي: مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې به وروستی خنډ لرې کړي.
زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په مانا ده.
خلیلزاد هیله څرګنده کړې ده چې د جرګې ګډونوال خپلو بحثونو کې بریالي شي او له ګډونوالو یې غوښتنه کړې چې د هغو کسانو په وړاندې ودرېږي چې اوسنی حالت غواړي او سولې ته د رسېدو لاره پیچلې کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او            ویلي یې دي: دوی پوهېږي چې ګډونوال به یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې             کېدو مصلحت وکړي.
دا جرګه چې نن د درېیو ورځو په مخه پيلېږي، شاوخوا درې زره کسان په کې برخه اخلي.                                                                                                             پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته