خلیفه سراج الدین حقاني په خوست کې د حسن قرائت په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ
کابل، د کب ۷مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي په خوست کې د حسن قرائت په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې خلیفه سراج الدین حقاني وویل، چې زموږ د شل کلنو قربانیو هدف دا و، چې د نن ورځې په څېر دیني با برکته او خپلواک مجالس جوړ او د دیني شعایرو خدمت د امن په فضا کې وکړای شو.
حقاني زیاته کړه، چې د شل کلنو قربانیو او جهادي دورې ته په کتو سره دا په ډاګه شوه، چې زیاته برخه د دیني مدرسو استادان، قاريان او حافظان وو، چې نن اسلامي حکومت او شرعي قانون رامنځته شوی او په خبره یې افغانان بايد له دې فرصت څخه د دين د زده کړې او د ديني شعایرو د ژوندي ساتلو لپاره عظیمه استفاده وکړي.
په یادو سیالیو کې له پاکستان هېواد څخه راغلي دوکتور احمد میاء تهانوي، قاري مؤمن شاه خټک، قاري سهېل احمد ترین، قاري عطاء الرحمن ترابي، قاري عبدالغفار، قاري محمد اسرار، د ایران هېواد څخه راغلي قاري علي رضا رضایي، د خوست تجوید القراء استاد فقیرالدین ترابي، د هېواد د مختلفو ولایتونو قاريانو برخه اخیستې وه.
د یادونې وړ ده، چې په یاد مراسم د تجویدالقرآن مدرسې شاګردانو ته د تصدیق نامو په ورکړې سره پای ته ورسېدل.