خبرونهسیاستامنیتTOP

خلیفه سراج الدین حقاني: افغانان په يوه ټغر سره راټول او متحد دي

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقانی او مل پلاوي سربېره د خوست ملکي او نظامي مسؤلینو د مرحوم حقاني نورالقران مدرسې د ۴۰ فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې خليفه سراج الدین حقاني وويل:”موږ د خپل والد په قدم باندې روان يو چې هر ځای مو د هېواد سوداګرو په همکارۍ جوماتونه جوړ کړي، چې وطن يې هم په ديني لحاظ او هم په دنیوي لحاظ ښايسته کړی دی”.
نوموړي همدا راز وویل:”يرغلګرو په افغانانو ډېر تکليفونه او کړاونه تېر کړل، مګر نن د جهاد په برکت افغانان ازاد دي، د هېواد شمال، جنوب، شرق او غرب افغانان په يوه ټغر سره راټول يوو او ترمنځ مو اتفاق او اتحاد شتون لري”.
هغه واکمنانو ته په خطاب کې وویل:”په ځان کې تواضع پيدا کړئ ځکه چې زموږ نظام ډېر سپېڅلی دی، داسي کړنې بايد ترسره کړو چې ولس مو بد دعا جوړ نشي”.
نوموړي په ولسونو غږ وکړ:”تاسو ته الله ج مسؤل او عادل نظام درکړ چې ستاسې هرې غوښتنې ته لبيک وايي مګر تاسو بايد د زغم څخه کار واخلئ”.
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقانی وويل چې دغه نظام په لويو قربانيو سره منځته راغلی او زموږ اوسنی نظام افغان شموله او د عدل نظام دی.
هغه زياته کړه:”د نظام پر وړاندې دسيسو جوړونکو ته بايد اجازه ورنکړو او هم دې ولسونه، قومونه د قوم پرستۍ او سمت پرستۍ څخه ډډه وکړي”.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته