خبرونهسیاستامنیتTOPټولنه

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت به له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستني تازه راستنو شویو افغان کورنیو ته د ژوند اسانتیاوي برابرې کړي

کابل، د لیندۍ ۵ مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د یوه سفر په لړ کې له سیمه ییزو چارواکو، قومي مخورو، دیني عالمانو او مجاهدینو سره وکتل.

خلفیه سرج الدین حقاني د نورو مسایلو ترڅنګ، هېواد ته له پاکستان څخه تازه راستنو شویو افغان پر کورنیو خبرې وکړې او زیات یې کړه چې اسلامي امارت یادو کورنیو ته د ښې رسېدنې په موخه کمېټې ټاکلې دي.

حقاني زیاته کړه چې اسلامي امارت به له خپلو ټولو امکاناتو په ګټې اخیستنې سره، تازه راستنو شویو افغان کورنیو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

په ورته وخت کې د غزني والي حافظ محمد امین عمري وویل چې تازه راستنو شویو افغان کورنیو لپاره په دغه ولایت کې د ښار او ولسوالیو په کچه کمېټې جوړي شوي دي.

عمري له ملي سوداګرو او خلکو څخه وغوښتل چې د یادو کورنیو لاسنیوی وکړي.

په همدې حال کې د علماوو شورا مرستیال شیخ القرآن مولوي عبدالرحمن له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د جوماتونو له لارې په خلکو کې عامه پوهاوی رامنځته کړي ترڅو خلک د تازه راستنو شویو افغان کورنیو پر وړاندې خپله دیني او افغاني وجیبه ادا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته