اقتصاد

خلک پاکستاني کلدارې نه کاروي او د افغانيو ارزښت لوړ شو

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
له پرون راپديخوا د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوى دى .
د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د لوړيدو علت د هېواد په جنوب او جنوب ختيځو ولايتونوکې د پاکستاني کلدارو د کارولو بندول بلل شوي دي.
د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د اتحاديې رييس خان محمد باز نن باخترآژانس ته وويل چې دوه ورځې مخکې يو ډالر په نهه شپيتو افغانيو تبادله کيده؛ خو پرون په اته شپيتو افغانيو او نن په شپږ شپيتو افغانيو تبادله کيږي.
ده څرګنده کړه چې د هېواد د جنوب او جنوب ختيځو ولايتونو خلکو د پاکستاني کلدارو د نه کارولو په باب د قندهار ولايت د امنيه قوماندان غږ ته هرکلى ووايه او په خپلو ورځنيو معاملوکې يې افغانۍ وکارولې چې دا کار د افغانۍ د ارزښت د لوړيدو سبب شو .
ده وويل: په دې اقدام سره چې ملي ګټې طرحه دي؛ د افغانۍ په وړاندې د پاکستانى کلدارې ارزښت ټيټ شو، تر دې حده چې دوه ورځې مخکې زرپاکستانى کلدارې په ٦٣٩ افغانيو تبادله کيده، خو نن په  ٦٠٢ افغانۍ تبادله کيږي.
له بلې خوا د هېواد د مرکز او ولايتونو يوشمېرخلکو د خلکو د دغه اقدام او هم د قندهار ولايت د امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق  اڅکزي د بلنې هرکلي وکړ اوله ټولو هېوادوالو څخه يې وغوښتل چې د دغه اقدام په پيروى زموږ د هېواد د پولي واحد ارزښت لاپسې لوړکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته