سیاست

خلک: هغه پوځي تجهيزات چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې پاتې و، بايد له منځه تللي نه واى

کابل/ د وږي١٠مه / باختر
په داسې حال کې چې د اسلامي امارت چارواکي د هېواد د اردو په بيا رغونه غور کوي، پنټاګون اعلام کړى دى چې په هوايي ډګر کې پاتې پوځي تجهيزات نور د استفادې وړ نه دي.
د سه شنبې په شپه مخکې له دې چې امريکايي سرتيري د کابل له هوايي ډګرڅخه ووځي د څو زغره وال ټانکونو، ترانسپورتي الوتکو او جنګي الوتکو په ګډون ټول پوځي تاسيسات ويجاړ کړل.
د امريکا د دفاع وزارت (پنتاګون) وياند واي، هغه وسلې او الوتکې چې په افغانستان کې پاتې دي مخکې له دې چې امريکايي ځواکونه ووځي ويجاړ او نور د استفادې وړ نه دي.
جان کربي وويل: موږ پر بې وسلو کولو تينګار درلود او په هوايي دګر کې مو ټول پوځي تجهيزات، الوتکي او نقليه وسايط له کاره وغورځول تر څو نور ورڅخه استفاده ونشي چې د امريکا دا اقدام د افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.
دوى وايي هغه تجهيزات چې د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شوي دي د افغانانو ملکيت او د خلکو د پانګې يوه برخه ده ، بايد د اسلامي امارت د راتلوونکي د تجهيز لپاره وکارول شي او د پوځي تجهيزاتو ويجاړول په افغانستان کې د نوي جوړ شوي نظام پر وړاندې ويجاړونکى پلان وي ، خلک ټينګارکوي چې دا به ښه واى چې دا تجهيزات په اصولي ډول اسلامي امارت ته سپارل شوې واى.
بايد وويل شي چې د کابل په هوايي ډګر کې د متحده ايالاتو د مېشتو سرتېرو وروستۍ ډله د تيرې سه شنبې په شپه له کابل څخه ووته او په دې ترتيب يې په افغانستان کې خپل شل کلن شتون پاى ته ورساوه.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته