ټولنه

خلک زياتې ستونزې لري اوبايد هغوى ته نورې ستونزې پيدا نه شي

کابل باخترد وږي  د مياشتې  ١٨  :
ځينې کابل ښاريان د شهيدانو   دخاطرو درناوى کوي  خو وايي بايد دشهيد په نامه  نورو  ته مزاحمت پيدا نه شي .
خلک وايي ماتم لرونکو دخپلو موټرو دتيلو لګښت دې دشهيدانو له کورنيو  او پالنځيو سره مرسته وکړي  نه په اسراف ډول .
يو تن کابل ښاري ضياوالدين   په آسمايي واټ کې له دغې موضوع سره اړيکې ونيولې او ويې ويل :  خوښ يو چې دشهيدانو او دهغوى دکارنامو يادونه کيږي  خو په واټونو کې   موټر ځغلونه   او نارې سورې  دشهيدانو له درناوي سره اړخ نه لګوي .  ده  له هغو کسانو څخه چې په موټرو سره يې په واټ کې کاروانونه  جوړکړي دي وغوښتل  هغه پيسې چې  دوى  په تيلو لګوي دشهيدانوله  کورنيو سره دې مرسته وکړي. 
خو دپوليسو افسر شکرالله ملي اتل په ټول هېواد پورې اړوند وباله او  ويې ويل  چې احمدشاه مسعود په يو قوم يا يوه ملت پورې  اړه نلري بلکې دافغانستان ملي اتل دى.
ده وويل :  ځينې کسان په موټرو سره   په واټونو کې تګ راتګ   کوي نارې سورې  پورته کوي   که چيرې دوى  غواړي دشهيدانو روح آرامه او ښاده وي   جوماتونو ته دې لاړ  شي او دقرآن  عظيم الشان ختم دې وکړي.
په همدې ترتيب دکابل ښار دده افغانانو  اوسيدونکي  محمد امير ددغې مسلې  له بلې   څنډې سره اړيکې ونيولې او ويې ويل  چې نن سهار دکاکا زوى يې اپندکس شوى و  هغه يې دواټونو دتړلتيا له امله دپوليتخنيک له لارې  دجمهوريت روغتون ته ليږدولى دى .
ده وويل    خلک زياتې ستونزې لري اوبايد دهغوى ستونزې زياتې نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته