سیاست

خلک : دولسي جرګې داستازو دباور دراى مناسب ارزښت خلکو ته خدمت دى

٣-کابل باختر   دسلواغې دريمه :
خلک دولسي جرګې  له غړو څخه غواړي  چې  دباور رايو په وړاندې دې له نويو نوماند وزيرانو څخه خلکو او هيواد ته دخدمت لپاره دقوي ژمنه ترلاسه کړي .
دغو هيوادوالو دوزارتونو په پستونوکې دصادقو او په کار پوهو اشخاصو دانتخاب لپاره دولسي جرګې  دغړو دهڅو او هاند ملاتړ وکړ او له هغوى څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې دې له لازم دقت څخه کار واخلي .
دغه هيوادوالو ادعاکوي چې دولسي جرګې استازو دباور دراى مناسب  ارزښت ، خلکو ته خدمت دى ،   نوى نوماند وزيران  دې  بايد دغه ارزښت خلکو او هيوادته دخدمت له لارې وپيژني  .
عبدالفتاح  چې دترکانۍ  له وسايلو سره  دکابل ښار په ميرويس ميدان کې دلسګونو تنو نورو کسبګرو تر څنګ دورځني کار موندلو ته سترګې په لاره دى دباخترآژانس  خبريال ته وويل چې دملي شورا په ولسي جرګه  کې زموږ استازي دې بايد له هغه نوماند څخه چې دکار او ټولنيزو چارو وزارت په پست کې ددوى راى ته اړتيا لري  قوي ژمنه واخلي چې دى دکاري  فرصتونو برابرولو ته په لومړيتوب کې ځاى ورکوي .
زموږ  يوبل هيوادوال منيراحمد په ولسي جرګه خلکو له استازو څخه وغوښتل  چې دنوماند وزيرانو په انتخاب کې دې  له بشپړ دقت  څخه کار واخلي او دپوهنې  له نوماند وزير څخه دې وغواړي چې دهيواد بچيانو ته د زده کړې ښه  فرصت برابر کړي او هم يې په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې درسي کيفيت ته دکارونو په سر کې ځاى ورکړي .
مرضيه هغه ميرمن چې ادعاکوي په تيرو ديارلسو کلونوکې دروغتيا په برخه کې دعملي کارونو په نسبت  زياتي خبرې شوي دي ، له ولسي جرګې  څخه وغوښتل چې دعامې روغتيا له نوي نوماند وزير څخه دې وغواړي چې دسختو ناروغيو ددرملنې زمينه دې هم په هيواد کې برابره کړي اويا دې دهمدې هدف په خاطر لومړني کارونه پيل کړي چې په نږدې  راتلونکې  کې زموږ هيوادوال دناروغۍ ددرملنې لپاره له هيواد څخه بهرته لالهانده نه شي .
ميرمن مرضيې ادعا وکړه  چې دولسي جرګې داستازو دباور دراى  په وړاندې مناسب ارزښت ، خلکو ته خدمت دى  او  نوي نوماند وزيران دې بايد دغه ارزښت خلکو او هيواد ته دخدمت له لارې اداکړي .
دغه راز يوزيات شمېر کابل ښاريانو دباختراژانس له خبريالانوسره په اړيکو کې  دولسي جرګې  له غړو څخه وغوښتل  هغو کسانو ته دې دباور رايه ورکړي چې دخپل هيواد اوخلکو په نسبت زړه سواند اوژمن دي.
دغو هيوادوالو دانرژۍ  ، بريښنا ، کرنې ، مالدارۍ ، دفرهنګ او دسياحتي برخې دبډاينې ، دبيان دآزادۍ دلازياتې پياوړتيا ،دهيواد داقتصاد دودې لپاره دکانونو د رايستلو ، په کليو کې  داندوليزې پراختيا ودهميشنۍ  سولې او امنيت دتامينولو او ددفاعي او امنيتي بنسټونو دپياوړتيا او دغه راز دهيواد ځوانانو ته دلوړو زده کړو دزمينې دبرابرولو غوښتنه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته