کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو دمسلمانانو دجشن دترسره کولو په خاطر کابل ښار تر امنيتي پوښښ لاندې نيولى دى .
دباختراژانس دخبريالانو دخبرله مخې،دهېواد دامنيتي ځواکونوميړني سرتيري اوافسران واټونو ته راوتلي دي چې خلک داختر ورځې په خوندي ډول تيرې کړي .
خلک هم دنيول شويو امنيتي تدبيرونو ستاينه کوي او وايي که چيرې جګړه نه واي او توطيې شتون نه درلود ددې اړتيا نه وه چې دهېواد دامنيتي ځواکونو منسوبين داختر نيکمرغه ورځې په واټونو اوسړکونو کې تيرې کړې واي .
په هرصورت امنيتي مسوولينو دسختو امنيتي تدبيرونو دنيولو يادونه کوي چې دښمن ته دګرځيدو توان محدودوي .
دکابل ولايت امنيه قوماندان او نورو امنيتي مسوولينو خلکو ته ډاډ ورکړى دى چې هلې ځلې کوي تر څو خلک ارامه وي .
دکابل ښار يوتن اوسيدونکى ذبيح الله دهېواد دميړنيو افسرانو اوسرتيرو په ستاينې سره وويل دامنيتي ځواکونوسرتيري اوافسران دافغانستان دټولوخلکو دسر تاج دى .
سره له دې چې هوا توده ده تراوسه پورې دګرځنده پلورونکو کثافات په واټونوکې پراته دي خو سرتيري او افسران په تودو او سوځنده واټونوکې ولاړ دي چې خلک ارامه وي .
يوتن سرتيري چې په اختر کې په دنده بوخت و ، وويل دخلکو ارامي دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبينو ته ستر اختر دى . هغه کسان چې په صادقانه ډول کار کوي مبارزه کوي دښمن له منځه وړي خلک په هغوى وياړي او هغوى دخپل سرونو تاج بولي .
1 1 دقیقه لوستل