سیاست

خلک دنويو وزيرانو په معرفي کولو کې دځنډ له امله انديښنه لري

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
کابل ښاريان دکابينې دغړو په معرفي کولو کې  دځنډله امله انديښنه لري.
يوشمير کابل ښاريان وايي  چې دکابيې په معرفي کولو کې ځنډ په دولتي ادارو کې  په کارونو کې دخنډ درامنځته کيدو سبب شوى دى   او دې کار  دخلکو د ژوندانه په بهير باندې هم منفي اغيزې کړې دي .دکابل ښار ددريم مکروريان اوسيدونکې حميدې نظامي  دباخترآژانس خبريال ته وويل : دملي وحدت دحکومت له  جوړيدو  او ديوې اغيزمنې  اومتخصصې  کابيې په  جوړولو کې دچارو دمسوولينو  ژمنو  خلکو ته هيلې  پيدا کړې  او ټول په دې باور شول  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دخلکو دژوندانه حالت ښه والى مومي ، دفساد ټغر راټوليږي اودمفسدينو لاس لنډيږي اودچارو مسوولين  چې دخلکو  درايو  اوباور له لارې  واک ته  رسيدلي دي  په  ډير لنډ ممکن وخت کې دامنيت دتامينولو اودخلکو داقتصادي حالت دښه والي په کارکې اقدام کوي.
ميرمن حميدې نظامي څرګنده کړه چې دملي وحدت دحکومت مشران له شک پرته دخلکو دسوکالۍ اودهېواد دترقى اوپرمختګ لپاره  ښه نيتونه لري . اوبايد دخپلو نيتونو په تحقق کې  له وخت څخه استفاده وکړي  او په عملي اقداماتو دې لاس پورې کړي او د کابينې معرفي کولو ته دې په لومړيتوب کې ځاى ورکړي . ځکه دا کار ددولتي  ادارو په کار کې  دخنډ او ځنډ سبب شوى دى او لاتراوسه پورې هم فساد دوام لري   او خلک ددغه شان حالت ددوام له امله  سر ټکوي.
دکابل دطبي پوهنتون استاد پروفيسر ډاکتر نجيب الله عتيق امرخيل  دنويو وزيرانو  په معرفي کولو کې  په ځنډ باندې  په انتقاد سره دباخترآژانس خبريال ته وويل  : دروان  کال له پيل څخه تراوسه پورې  په هېواد کې د جمهوري رياست دانتخاباتو په خاطر په انديښنه کې شپې سباکوي. او دنويو وزيرانو په معرفي کولو کې ځنډ هم  دناامنۍ ، وزګارتيا، دلومړنيو اړتيا وړ توکو  او دنورو لګښتي مالونو دبيو دلوړوالي اوديو زيات شمير نورو ستونزو درامنځته کيدو سبب شوى دى .
نجيب الله  عتيق امرخيل څرګنده کړه خلک  دهرې ورځې په تيريدوسره  دخپلې راتلوونکي په نسبت  ناهيلي کيږي  او دغه حالت زياتره هيوادوال  له اقتصادي تنکسيا او له ر وحي فشارونو سره مخامخ کړي دي .
ده  دملي وحدت دحکومت  له  جمهوررييس اواجرائيه رييس څخه وغوښتل چې دنويو وزيرانو  په معرفي کولو کې دې  فرصت  له لاسه ورنکړي   او هغه کسان چې  ښه تخصص، وړتيا ، لياقت  او دخلکو په نسبت ښه احساس لري   ، ډير ژر معرفي کړي.دغه راز يو زيات شمير کابل ښاريانو  له باخترآژانس  سره په اړيکه کې دکابينې دغړو په معرفي کولو کې دهېواد دجمهوررييس او داجرائيه رييس دبيړې غوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته