خلک : دملي وحدت دولت دې دسون دموادو دبيو دټيټوالې لپاره اقدام وکړي

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
دژمي رانږدې کيدل  او دهوا دمخ په سړښت  خلکو ته دلرګيو او دسون دنورو توکو دبرابرولو خبردارى ورکوي .
دژمي لپاره دسون دموادو په تيره بيا  دڅيړۍ دلرګيو برابرول دزياترو خلکو له توان څخه لري دي  اوسره له دې چې دڅيړۍ او دارچې لرګي  او هم دډبرو سکاره  زموږ دهېواد  کورني محصولات دي  .
خوپلورنکي تر زياتې اندازې پورې دهغو په بدل کې له خلکو څخه زياتې پيسې  غواړي .
له بلې خواهم دهېواد زياتره اوسيدونکي په تيره بيا  ټيټ رتبه دولتي مامورين په ښه اقتصادي حالت کې نه دي  چې وکولاى شي  دخپلو کورونو دتودولو لپاره په   ژمي کې دسون مواد وپيري  او ځينې دغه هېوادوال له دولت څخه غواړي چې ددغو توکو دبيو دلوړوالې  دمخنيوي لپاره دې  په جدي او اغيزمنو اقداماتو  لاس پورې کړي .
دکابل ښار دقلعچې په ساحه کې دسون د موادو پلورونکودباخترآژانس  خبريال ته وويل :  دکيفيت له مخې  يو خروار دڅيړۍ لرګي له شپږو زرو څخه تر اووه  زره افغانيو پورې او  د ارې  يو خروار بوره په اته زره افغانۍ پلوري .
دغه پلورنکي دخپلو توکو دبيو دلوړولي علت  دهغو په ليږدونه کې دموټرو دکرايې لوړوالې اوپه لويو لارو کې  دقانون پرخلاف  دپيسو غوښتل وبلل.
خو خلک په دې باور دي که چيرې دولت وغواړي کولاى شي چې په بازار کې دهر راز ګډوډۍ مخه ونيسي  او پرې نږدي چې يو موټي استفاده  غوښتوونکي له خلکو څخه زياتې پيسې وغواړي.
دکابل ښار په يوه ښوونځي کې   ښوونکي سيديحيي  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دى  او نور ښوونکي  په خپلو مياشتينو حقوقو او معاشونو سره  يوازې کولاى شي  وخوره او مه مره  ژونده خپلو کورنيو ته برابر کړي او نه شي کولاى   چې دژمي دسوند توکي په دغو بيو برابر کړي .
ده  څرګنده کړه   چې بايد دولت په دغه شان ورځو کې  دبازار   په کنترولولو  په تيره بيا دسوند دموادو دبيو په کنترولولو کې   چې خلک يې  ژمي ته برابروي ، خلاص مټ ولري   اوله ممکنې لارې دې دغه توکي داسې عيار کړي چې هر څو وکولاى شي له دغو توکو څخه په کافي اندازه استفاده وکړي .
دکابل ښار يو ګرځنده اوسيدونکى نيازمحمد هم دسون د موادو دبيو دلوړوالې له امله سر ټکوي  اودباخترآژانس له خبريال سره يې په خبرو کې  له دولت څخه  وغوښتل چې په دې برخه کې  دې  جدي اقدام وکړي .
خو  پخوا دبازار څيړنه او کنترولول دکابل ښاروالۍ  دبيو دکنترول درياست دنده وه  چې اوس دغه رياست لغوه شوى دى   او دکابل ښاروالۍ مسوولينو په وار وار ويلي دي  چې په هېواد کې دآزاد بازار داقتصاد  سياست واکمن دى  او موږ نه شو کولاى  په دې برخه کې کوم کار وکړو.
دسودا ګرۍ اوصنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي هم وويل :  چې دغه وزارت کولاى شي   په بازار کې داوبلن ګاز او دنفتي توکو بيې کنترول کړي  اودلوړيدو مخه يې ونيسي . خو د ډبرو سکرو  اودسون دموادو اوپه تيره بيا  دڅيړۍ دسکرو په بيه کې  دغه اداره لاسوهنه نه شي کولاى  .
په همدې حال کې دکابل پوهنتون داقتصاد دپوهنځي استاد  حميدالله فاروقي
دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :  کله چې  دبازار په بيو کې ګډوډي رامنځته شي
دولت  دهغو دکنترولولپاره دمداخلې حق لري  او دا کار په ځينو هېوادونو کې تجربه شوى دى.
په هر صورت  په دغه شان يو حالت کې خلک دملي وحدت له دولت څخه هيله لري چې په بازار کې  مداخله وکړي  او له هرې ممکنې لارې  دخلکو له اړتيا سره سم  دسون دموادو بيې  ټيټې کړي  اوله خلکو سره دې مرسته وشي چې د را روان  ژمي لپاره دسون مواد برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته