کابل باختر د چنګاښ شپږمه :
يوشمير کابل ښاريان دهېواد دامنيتي ځواکونو دپرله پسې هلوځلو قدرداني وکړه او په هېواد کې ددغه شان احضاراتو ددوام غوښتنه وکړه .
دغو خلکو په هېواد او په تيره بيا دخوست ، کابل ، هرات ، هلمند او دننګرهار په ولايتونوکې يوه سخته او خونړۍ مياشت تيره کړې ده، داختر په ورځو کې دامنيت له امله خوښي څرګنده کړه . او دامن او ارامي فضا يې دهېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو دمنسوبينو دهڅو زيږنده وبلل .
دکابل ښار يو تن ټکسي چلوونکى نجيب الله دباختراژانس خبريال ته وويل چې داختر په دريو ورځو کې دخلکو دامنيت تامينول وښودله چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه دهېواد او دخلکو دسر او مال دساتنې وړتيا لري .
ده وويل : داختر په شپو او ورځو کې په سلګونه تنه هېوادوال په خپل موټر کې ليږدولي دي .
ده دهېواد ددفاعي او امنيتي مسوولينو ويښتيا وستايله او دخلکو دسر او مال دساتنې لپاره يې ددغه شان امنيتي پروګرامونو ددوام غوښتنه وکړه .
دهېواد دښمنانو دروژې په مبارکه مياشت کې هر هغه څه چې په توان کې يې و زموږ دخلکو دوينې د تويولو په لاره کې او آن په جوماتونوکې دلمونځ کوونکو دوينې له تويولو څخه هم ډډه ونه کړه .
دهېواد خلکو دامنيتي او دفاعي ځواکونو څخه داختر په ورځو کې دامنيت دتامينولو لپاره ددغه شان تدبيرونو هيله درلوده .
0 1 دقیقه لوستل