امنیت

خلکو دوه تنه وسله وال طالبان ووژل

کابل باختر دمرغومي  اته ويشتمه :
د لغمان ولايت په مربوطاتوکې دوګړنيو پاڅون کوونکو او د وسله والوطالبانو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه پرون د وګړنيوپاڅون کوونکو او د وسله والوطالبانوترمنځ د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ د نورلام درې په ساحه کې ونښته چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې نښته کې يو وګړني پاڅون کوونکي هم شهيد شواو دوه تنه نور يې ټپيان شول .
د ځواک دڅرګندونو له مخې: د دغې نښتې له امله وسله وال طالبان د علينګار ولسوالۍ په مربوطاتوکې له دريو کليوڅخه تيښتې ته اړ شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته