کابلباختردغويي ٤ مــــــه
خبـــــــــــــــــــــــــــــــر تيا
د١٣٩٠ کا ل هغو فارغا نو ته چې د کانکور از موينه يې په برياليتوب سره تيره کړي ده اود کانکور د نمرو په پام کې نيولو سره دولتي تحصيلي بورسو نو ته کا نديد پيژندل شوي دي او نو مو نه يې د لوړو زده کړو وزارت په ويب سايت کې په خپاره شوي جدول کې ليکل شوي دي خبر ورکول کيږي چې د١٣٩١ کال دثور د مياشتې له پنځمې نيټې څخه تر شلمې نيټې پوري دى د خپلو سندونو د بشپړولو په مقصد دلوړو زده کړو و زارت ته ورشي
کا نديدان کولاى شي د تحصيلي بورسو نو دلارښود، د کا نديدي دفورم ، تضمين خط ، ژمن ليک اودروغتيا يي فورم په ګډون د تحصيلى بورسو نو دضرورت وړ سندو نه د لوړو زده کړو و زارت له ويب سايت څخه تر لاسه کړي او له ډکولو اولاسليک وروسته د تابعيت د تذ کري له اصل او کا پي اود ٣، ٤ په اندا زه له لسو عکسو نو سر ه دلوړو زده کړو و زارت دبهرنيو اړيکو په رياست کې ددولت په لګښت دبورسو نو مديريت ته وسپاري
ټول کا نديدان دژمن ليک په لاسليک کولو او ددولت ددوو تنو رسمې کار کوونکو له خوا د تضمين خط په وړا ندې کولو مکلف دي
په دغو بورسو نوکې د کو چيا نو ونډه د کا نکور د لوړو نمرو له مخې ديارلس بور سو نه دي اود طرز العمل له مخې دشهيدا نو اود بيدرکه شويو کسا نو د وارثا نو ونډه په سلو کې پنځه يعنى شپږ ويشت تنه محصلان دي
دغه را ز دمعلو لينو او معيو بينو ونډه په سلو کې پنځه يعني شپږويشت محصلان دي چې د کار، ټولنيزو ، شهيدا نو او معلو لينو و زارت له خوا معر فى کيږي
د هيواد ټا کنه د افغا نستان د دولت د امکا نا تو دشتون ، دنظر وړ هيواد، دسيت دشتون او په هيواد کې د بشري ځواک د اړ تيا په صورت کې کيږي
کانديدان بايد متو جه واوسي چې بورسونو ته کانديديدل ددوي د منلو په مفهوم نه دى ، تر هغه وخته پورې چې د بورس ورکوونکى هيواد له خوا ددوي د بورس د منلو موافقه را ونه رسيږي ، کا نديد له نورو بورسونو څخه د استفادي مستحق نه دي او په بورس ورکوونکى هيواد اودلوړو زده کړو په و زارت د امتياز او حق درلودلو په باب هيڅ راز اد عا نه لري
په همدى تر تيب کانديدان بايد د منظوري درا رسيدلو او استولو تر وخته پورې په هيواد کې په اړونده پو هنځې کې خپلو زده کړو ته د وام ور کړي اوځان منفک نه کړې
دياد ونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت ته د ټا کلي مو د ې د١٣٩١ کال دثور له پنځمې نيټې څخه تر شلمې نيټې پورې ) په بهر کې د کانديد نه مرا جعه کول له بورس څخه تيريدل بلل کيږي او په شرايطو برا بر بل شخص دده په ځاى انتخا بيږي
کانديدان کولاى شي له ٢٠٢٥٥٥٣٢٤ نمبر تيلفون سره اړيکى تامين کړي