امنیت

خبریالانو او مدني فعالانو پر خبریالانو بریدونه وغندل

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
په غزني کې یو شمېر مدني فعالانو او خبریالانو په یوه غونډه کې پر خبریالانو بریدونه وغندل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې دغه غونډه کې د ولایتي شورا د غړیو، د بشر د حقوقو او د مدني بنسټونو د فعالانو او خبریالانو په ګډون په غزني ښار کې جوړه شوه؛ ګډونوالو په وروستیو کې هدفمندې وژنې په تېره بیا د الجزیرې او اسوشېتدپرس د سیمه ییز خبریال او د غزني د خبریالانو اتحادیې د رییس رحمت الله نېکزاد وژنه وغانده او د دغې وژنې د عاملینو د نیولو غوښتنه یې وکړه.
دوی د رحمت الله نېکزاد ترور د مطبوعاتو کورنیو او د غزني د خلکو لپاره یوه ستره ضایعه وبلله او زیاته یې کړه چې رحمت الله نېکزاد په هغې میړانې سره یې چې لرله، په دوو پېړیو کې په دغه ولایت کې د خبر رسولو په برخه کې فعالیت کاوه.
د غزني والي وویل چې د رحمت الله نېکزاد د ترور د عاملینو د پېژندنې او نیولو لپاره څېړنې پیل کړې دي او د کشفي او امنیتي ځواکونو هلې ځلې او ژمنې پر دې دي چې په ټول جدیت سره د دغه جنایت عاملین ډېر ژر وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
ناپېژاندو وسله والو کسانو د دوشنبې په ماښام رحمت الله نېکزاد کله چې لمونځ ته روان و، د غزني ښار په مربوطاتو کې ترور کړ چې تراوسه د پېښې مسوولیت هېچا نه دی منلی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته