ښوونه او روزنه

خبرتیا

کابل – باختر د کب دمياشتې ٨
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموینې د لوى ریاست خبرتیا
1. د کابل ښار په پوهنې ریاست پورې اړوند د ( محمد علم فیض زاد، د افغان ترک د نجونو، د چهار قلعه چهاردهي، عبدالغفور احمدي، رحمان بابا، د اسماعیل حسن زي د نجونو، د شهرک وحدت د نجونو، د صوفي محمد اسلام د نجونو، د ده کیپک د نجونو، د شیرپور د سواد حیاتي، د پوهاند غلام صدیق محبي، عبدالروف بینوا او د حاجي عبدالقدیر) د لیسو ټولو عمومي او متفرقه فارغانو ته چې د کانکور آزموینې لپاره یې نومونه لیکلي دي، خبر ورکول کیږي چې د ۱۳۹۵ کال د کب د میاشتې په۹ مه د دوشنبې د ورځې په اته بجو او ديرشو دقيقو د بایو متریک سیستم د معلوماتو د تطبیق لپاره د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته حاضر شي. وخت یوازې یوه ورځ.
2. د محمد آصف مایل، استاد ذبیح الله، نادریه، یوسف بانګي، قلعه بهادرخان، محجوبه هروي، سیدالشهدا د هلکانو، تاجور سلطانه او د عبدالعلي مستغني د لیسو فارغانو ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۳۹۵ کال د کب د میاشتې په ۹ مه د دو شنبې د ورځې په اته بجو او ديرشو دقيقو د بایو متریک سیستم د معلوماتو د تطبیق لپاره د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ته حاضر شي. وخت یوازې یوه ورځ.
یادونه: د يادو لیسو فارغان دې د بایو متریک سیستم د تطبیق لپاره په ټاکلو ورځوکې د سهار په اتو بجو او ديرشو دقيقو دغو پوهنتونونو ته حاضر شي. هغه داوطلبان چې د یاد سیستم لپاره حاضر نه شي، په آزموینه کې د شمولیت حق نلري.
نورې لیسې وروسته اعلانیږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته