ښوونه او روزنه

خبرتیا

کابل_باختر د کب د مياشتې١٠مه
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموینو د لوى ریاست خبرتیا

1. د کابل ښار د پوهنې ریاست اړوند د ( آمنه فدوي، د سید نورمحمد شاه مینه د هلکانو، د استاد مصباح، د حضرت شمس المشایخ، د خراسان شهرک د نجونو او هلکانو، د غازي محمد ایوب خان د نجونو، د آقا علي شمس د نجونو، د عبدالرحیم غفورزي، ګلخانه، هودخیل، د ریشخور فامیلیو د هکانو او نجونو، د ناهید شهید، موسی شفیق، د وحدت د نجونو، امید، د کمک به معارف نمبریک د نجونو، د افغان ترک د هلکانو، د قاري عبدالله، د محمد فقیر فروزي، د صفي الله افضلي، د غازي عبدالله جان اچکزي، قابلبای او د دقیق بلخی ) د لیسو ټولو عمومي او متفرقه فارغانو ته چې د کانکور آزموینې لپاره یې نومونه لیکلي دي، خبر ورکول کیږي چې د ۱۳۹۵ کال د کب د میاشتې په ۱۱ مه د چهار شنبې د ورځې په اته نيمو بجو د بایو متریک سیستم معلوماتو د تطبیق لپاره د کابل پولي تخنیک پوهنتون ته حاضر شي.
وخت یوازې یوه ورځ.
2. د (ابوالقاسم فردوسي، د شهرک مهدیه، د شاه دو شمشیره ع، د محمد ابراهیم خواخوږي د نجونو، ذلیخا، د کمک به معارف دریم نمبر، ۱۲ امام شهرک، ستاره، د امید سبز شهرک د نجونو، شهیدان، د ذبیح الله عصمتي، د قلعه حشمت خان، غلام نبي چرخي، د خواجه رواش  د نجونو،  سر آسیاب، بي بي ساره، محراب الدین، د ده خدایداد د نجونو، آزادي، د استاد محمد صدیق پسرلی، ملي شهرک، د قیام الدین خادم، د منو چهري د نجونو، د پلچرخي د نجونو، قلعه بختیار، قلعه زمان خان، همایون شهید، نازو انا، سپین کلی، او د عمراخان) د لیسو فارغانو ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۳۹۵ کال د کب د میاشتې ۱۱ مه د چهار شنبې د ورځې په اته نيموبجو د بایو متریک سیستم معلوماتو د تطبیق لپاره د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ته حاضر شي.
وخت یوازې یوه ورځ.
د يادو لیسو فارغان دې د بایو متریک سیستم د تطبیق لپاره يادو پوهنتونونو ته په ټاکلو ورځوکې د سهار  اته نيمو بجو حاضر شي. هغه داوطلبان چې د یاد سیستم لپاره حاضر نه شي، په آزموینه کې د شمولیت حق نه لري.
نورې لیسې وروسته اعلانیږي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته