ټولنه

خبرتيا

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د مکروريانونو د جوړولو  او ساتنې د تصدۍ د رياست خبرتيا
د مکروريانونو د جوړولو او ساتنې د تصدۍ رياست د مکروريانونو، د شهر آرا، تهيه مسکن،٩٠ فاميلو، سرې مينې او د هوايي بلاکونو د پروژو ټولو  اوسيدونکو ته خبر ورکوي چې له ١٣٩٤ مالي څخه څه ناڅه لس مياشتې تيرې شوې دي او تر اوسه پورې ددغو بلاکونو او پروژو اوسيدونکي د ١٣٩٣ کال  د مرکز ګرمۍ  او د تيرو کلونو  د ساتنې او څارنې د پيسو له پلوه خپل باقيات نه دي تحويل کړي، څرنګه چې دغه اوسيدونکي د تيرو کلونو د باقياتوله پلوه زياتې پيسې باقيداري لري؛ له پرله پسې غوښتنو سره سره د باقياتو تحويلولو ته نه  حاضريږي او د مکروريانونو د جوړولو د څارنې تصدۍ په ١٣٩٤ کال کې د مرکز ګرمۍ د سون توکو  د برابرولو اوپيرودلو لپاره هيڅ راز مالي امکانات په واک کې نلري. که چېرې په ١٣٩٤کال کې دمکروريانونو اودنورو اړوندو پروژو اوسيدونکو ته دمرکز ګرمۍ د سون توکو د برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې هر راړ نيمګړتيا رامنځته شي؛ مسووليت به يې د دغو اوسيدونکو په غاړه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته