فرهنګ

خبرتيا

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د رسنيو په وړاندې د وسله والوطالبانو د خبردارى په غبرګون کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د خبريالانو پرخلاف د وسله والو طالبانو د ډلې وروستى خبردارى غندي او هغه يې له ټولو بشري موازينو او د ملي او نړيوالو قوانينو پرخلاف بولي.
د وسله والو طالبانو ډلې په دې وروستيوکې د طلوع او يک د خصوصي ټلويزيونونو کارکوونکو او خبريالانو ته خبر دارى ورکړى دى او ويلي يې دي چې په هغوى بريدکوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څرګندوي چې په هېوادکې د روانو پيښو او حقيقتونو ته لاسرسى د افغانستان د خلکو او نړيوالو مسلم حق دى او د رسنيو خبريالان په دې  لاره کې د خبريالۍ د اصولو او د هېواد د نافذو قوانينو له  مخې  عمل کړى دى.
دغه  وزارت په داسې حال کې چې د هېواد د ټولو رسنيو له خبريالانو څخه چې په ژوندۍ بڼه او ډير ژر يې د کندز د پيښو  په خپرولو لاس پورې کړى دى؛ قدرداني کوي او ټينګار کوي چې هغوى د هغو مطالبو په  خپرولو لاس پورې کړ چې د وسله والو طالبانو ډلې په کندز ښار په  بريد سره د دغه ښار د خلکو پرخلاف ترسره کړل.
ټولو ته څرګنده ده چې وسله وال طالبان د خلکو ترمنځ د ويرې او ډار په رامنځته کولو او دغه راز د ملکي او پوځي کسانو او آن د ماشومانو او بوډاګانو په  وژلوکې  توپير نه مني.
له دې امله وسله وال طالبان په دغه شان نويو لارو چارو سره غواړي په هېوادکې د رسنيو فعاليت اغيرمن کړي چې له شک پرته دغه شان تبليغات به په افغانستان کې د رسنيو د کار مخه ونه نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته