خبرتيا
کابل / د غبرګولي ٢٩ مه / باختر
د کابل د ترافيکو لوى مديريت خبرتيا
يو سړى چې څه ناڅه ٢٥ کاله عمر لري او هويت يې نه دى تثبيت شوى په علي آباد روغتون کې بستر دى.
نوموړى د غبرګولي په ٢١مه د شپې ٨ بجې او٤٠ دقيقې کارته پروان سيمه کې ټپي شوى او په روغتون کې تر در ملنې لاندې دى.
د ده خپلوان کولاى شي د زياتو معلوماتو په خاطر دهمزنګ کې د کابل د ترافيکو لوى مديريت د پېښو د څارنې مديريت ته ورشي او يا دې له (٢٠٢٥٠٣٧١١) شميېرې سره اړيکه ونيسي .
پاى \ ذ