کابل باختر د وږي د مياشتې ٣١ :
دملي دفاع وزارت خبرتيا
دمارشال محمدقسيم فهيم پوځي ملي اکاډمي د ١٣٩٦ تحصيلي کال لپاره په دغو شرايطو دنجونو او هلکانو په ګډون محصلان مني.
١_ کانديد بايد د١٣٩٤ تعليمي کال ددولسم ټولګي فارغ او يا په ١٣٩٥ تعليمي کال کې په دوولسم ټولګي کې شامل وي.
٢_ دافغانستان تابيعت ولري.
٣_ دکانديد عمر له ١٨ کلنۍ څخه تر ٢٢کلنۍ پورې وي.
٤_ جسمي او رواني سلامتيا او ښه فزيکي ځواکمني ولري.
٥_ جرمي سوابق ونلري.
٦_ ددرې کلنو نمرو او سط په سلو کې له اتياو څخه کم نه وي .
٧_ کانديد بايد مجرد وي.
هغه کسان چې دغه شرايط او معيارونه ولري کولاى شي دخبرتيا دخپريدو له نيټې څخه دروان کال دتلې دمياشتې تر لسمې نيټې پورې دولايتونو پوځي کميساريو ته ورشي .
دڅلور سوه افغانيو په بدل کې دې دپوځي ملي اکاډمۍ د کانکور په آزموينه کې دشموليت فورمه واخلي او ډکه يې کړي.
دکانکور آزموينه دروان کال دلړم دمياشتې په ١٣ نيټه دمارشال محمد قسيم فهيم په پوځي ملي اکاډمۍ کې دلوړو زده کړو وزارت داستادانو له خوا اخيستل کيږي.
نور معلومات دولايتونو دجلب او جذب له قوماندانيو او ددغو شميرو له لارې ترلاسه کولاى شي .
٠٢٠٢٢٦٣٤٠٧٧ _ ٠٢٠٢٦٣٤٠٧٣ _ ٠٢٠٢٦٣٤٠٧٥ او ٠٢٠٢٦٣٤٠٦٦