ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٣٠
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
ټاکل شوې ده د ترکيې جمهوريت په نوښت د اسلامي نړۍ د غوره خطاطانو په ګډون د قرآنکريم د خطاطۍ پراخ سيالي ترسره شي.
د قرآنکريم د خطاطۍ د هنر مينه وال د اسلام د لوړ فرهنګ او ارزښت د تعميمولو په موخه کولاى شي په دې پراخې سيالۍ کې د ګډون لپاره خپل غوښتن ليکونه د روان کال د چنګاښ د مياشتې تر ديرشمې نيټې پورې د کابل په نوي ښارکې، د فيض محمد خان په څلور لارې کې د حج او اوقافو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست ته وسپاري او يا دې د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر دغه ايمل آدرس ته [email protected] مراجعه وکړي او يادې د 0744175797 او 0799301507 لمبر ټيلفونونو له لارې اړيکې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته