خبرتيا
کابل باختر دوږي دمياشتې ٨ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت خبرتيا
هغوځوانانوته چې د لوړو او نيمه لوړوخصوصي زده کړو په موسسو او د خصوصي روغتيايي علومو په انستيتوتونوکې د زده کړې ليوالتيا ولري؛ خبر ورکول کيږي چې د ځوانانو د چارو معينيت له يوشمېر خصوصي تحصيلي بنسټونوسره د مني د سمستر لپاره د خپلې همکارۍ موافقه ليک تمديد کړى دى چې د هغه له مخې دغو بنسټونو ژمنه کړې ده چې ځوانان د تخفيف په منلو سره جذب کړي.
هغه ځوانان چې د دغه معينيت په قرارداد وړ تحصيلي بنسټونوکې د زده کړې ليوالتيا ولري؛ کولاى شي له دوو عکسونو او د خپلې تذکرې له کاپي سره په پل باغ عمومي کې د استيناف محکمې ته څېرمه د شهزاده سراى په سړک کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت د مصوونيت رياست ته ورشي.
د اړتيا په صورت کې دې د دغو ټيلفونونو له لارې اړيکې ونيسي:
٠٧٧٥١٨٠٨٦٠ او ٠٧٩٢٧٦٠٠٠٥