ټولنه

خبرتيا

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
د کابل د ترافيکو د لوى مديريت خبرتيا
نږدې ٢٤ کلن يو ځوان چې هويت يې نه دى تثبيت شوى؛ په خړوجامو او په تور چمبر سمبال دى؛ درې ورځې مخکې د روان کال  د مرغومي د مياشتې په ١٧نيټه
په قلعه مرادبيګ ګولايي کې د ترافيکي پيښې له امله وفات شوى دى او مړى يې د ساتنې په مقصد  د عدلي طب د خدمتونو رياست ته ليږدول شوى دى.
د ده خپلوان کولاى شي دغه مړى دعدلي طب له رياست څخه ترلاسه کړي او د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد دې په دهمزنګ کې دکابل د ترافيکو لوى  مديريت ته ورشي او ياد  ٠٢٠٢٥٠٣٧١١ او ٠٧٠٠٢٨٦٩٠ ګڼه ټيلفون له لارې اړيکې ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته