ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل /دلېندې لومړى / باختر :
دپوهنې وزارت خبرتيا
دښوونځيو له زده کوونکو څخه داضافي  پيسو راټولول منع دي .
هغه پيسې چې دشهادتنامې اودکانکور ازموينې  دکارت دبرابرولو لپاره دليسې ددورې له زده کوونکو څخه په ښوونځيو کې راټولېږي ( دکانکور کارت داخستلو لګښت  ٤٢٠افغانۍ + دشهادتنامې  لګښت ٢٠٠ افغانۍ )  دي له دې امله له زده کوونکو څخه دهر راز اضافي پيسو اخستل منع دي .
دتعليمې څارنې دلوى رياست غړي موظف  کړى شوي دي چې په ښوونځيو کې دپيسو دراټولولو بهير وڅاري  او سرغړونکي دې دپوهنې وزارت دکورنۍ پلتڼې رياست  ته وروپيژني چې دناوړې  ګټې اخستنې او دمالي  فساد مخه ونيول شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته