کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤مه
دکار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا!
د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستېتيوت د شهيدانو د پاتې کسانو، معلولينو او د نجونو او هلکانو په ګډون د دولسمو ټولګيو فارغان د ١٣٩٨ روزنيز کال د دويمو شپږو مياشتو لپاره جذبوي .
د دولسمو ټولګيو فارغان دکمپيوتر او انګليسي ژبې او د نهمو ټولګيو فارغان د خياطۍ په څانګه کې د ازموينې دګډون په خاطر د روان کال دچنګاښ په نهه ويشتمه نېټه کولاى شي نومونه وليکي .
په شرايطو برابر مينه وال د خبرتيا د خپريدو له نېټې څخه د روان کال د زمري د مياشتې تر درېيمې نېټې پورې د تابعيت د تذکرې، دوو عکسونو او تعليمي سندونو سره د نوم ليکنې په مقصد د سيلو په افشار کې د افغان _ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستېتيوت ته ورشي .
دغه راز هغه کسان او موسسې چې د ساختماني، دموټر د تخنيک ، ولډنکاري، نلدواني، برېښنا او د خياطۍ په څانګو کې مسلکي کارګرانو ته اړتيا ولري،کولاى شي دغه انستېتيوت ته ورشي او يا له ٠٧٠٠٠٥٩٥٦٤ = ٠٧٧٩٩٩٠٤٢٥شمېرو تيلفونونوسره دې اړيکه ونيسي .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل