خبرتيا
کابل باختر د لړم لسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا
د تاسوعا او د حسيني عاشورا د کاليزې د را رسيدو له امله مسلمان امت ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کيږي.
محرم د باطل پرخلاف د حق د پاڅون او د نبوي سيرت د تحقق، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د احيا کولو او د اسلام د انسان جوړونکى مکتب د لوړو ارزښتونو د ترويج او بنسټيز کولو لپاره د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص) د نازولي لمسي حضرت امام حسين ( ع ) او د آنحضرت د سرښندونکو يارانو او اصحابو د ځان تيريدنې يادونه ده.
په دې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلې ژورې ډاډ ګيرنې او خپګان مراتب د افغانستان پتمنو او مسلمانو خلکو ته څرګندوي او له محترمو صوتي او تصويري رسنيو څخه په جدي توګه غواړي چې خپل پروګرامونه اوخپرونې د دغه ستر ديني او تاريخي مناسبت له فضا سره عيارې کړي او له ويرجنو مسلمانانو سره همغږې او يوخيل وي.