کابل باختر دزمري شلمه :
دکابل دترافيکي پيښو دڅيړنې امريت خبرتيا .
دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ داوسيدونکي اسد الله دعبدالمحمد دزوى مړى چې په سپينو جامو سمبال دى عدلي طب ته ليږدول شوى دى .
اسد الله چې نولس کلن و دتيرې شپې دلسو بجو په شاوخوا کې دکابل ښار دجوي شير په ساحه کې دترافيکي پيښې له امله ټپي او دابن سنا روغتون ته ليږدول شوي و چې په دغه روغتون کې ددرملنې په بهير کې وفات شوى دى .
دمتوفى کورنۍ او خپلوان کولاى شي مړى له عدلي طب څخه ترلاسه کړي اويا دې دزياتو معلوماتو په خاطر د کابل دترافيکي پيښو دڅيړنې امريت ته ورشي .
ختم- عطاالله – اکرم