فرهنګ

خبرتيا

 -کابل باختر د زمري  څوارلسمه
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت خبرتيا .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت په پام کې لري  چې د اګست دمياشتې  دولسمه ( دزمري دمياشتې  يو ويشتمه )  دځوانانو نړيوال ورځ (  دځوانانو لپاره  خوندي ځاى  )  تر شعار لاندې د ځانګړو غونډو په ترڅ کې  په کابل او ولايتونوکې  دخپلو پتو له لارې  ونمانځي .
له بلې خوا هم  دځوانانو دچارو معينيت  له دولتي ادارو ، سازمانونو ، مدني بنسټونو ،  فرهنګي ټولنو او د ځوانانو له ټولنيزو سازمانونو څخه غوښتنه کوي  چې ددغې نړيوالې ورځې  دنمانځنې  او دهېواد دځوانانو روا غوښتنو ته  ددرناوي په منظور ،  دځوانانو دچارو له معينت سره  په همغږى کې  اويا هم  له خپلو پتو څخه ،  دمطبوعاتي کنفرانسونو او پروګرامونو په جوړولو سره  دځوانانو پيغام  دافغانستان ددولت  مشرتابه او نړيوالو شريکانو ته ورسوي  او دځوانانو په وړاندې خپل مسووليت اداکړي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته