ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د زمري لسمه : دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا . دلوړوزده کړو وزارت دازموينو لوي رياست د ١٣٩٦او ١٣٩٧ کال دعمومي او متفرقه کانکور دازموينو دنتيجو له اعلامولو سره جوخت ، دشکايتونو فورمې برابرې کړي دي او دروان کال د زمري دمياشتې له ١١ نيټې څخه له همدې مياشتې تر ١٧ نيټې پورې په لاندې ځايونو کې په شکايت کوونکو داوطلبانو ويشي . ١_ ښځينه داوطلبانې کولاى شي دشکايتونو فورمې دکابل پوهنتون له کتابتون څخه ترلاسه کړي . ٢_ نارينه داوطلبان کولاى شي دشکايتونو فورمې دکابل پوهنتون له جمنازيوم څخه واخلي . او دولايتونو شکايت کوونکي داوطلبان کولاى شي دغه فورمې داړونده ولايت دتحصيلي بنسټونو له لارې ترلاسه کړي . ديادونې وړ ده چې دشکايتونو دڅيړنې موظف کميسيون دفورمو له رسيدو وروسته دداوطلبانو د شکايتونو څرنګوالي تر دقيقې څيړنې او غور لاندې نيسي او وروستى نتيجې يې دلوړوزده کړو وزارت دازموينو دلوى رياست دسايت له لارې اعلاموي . ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته