ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د وږي د مياشتې ٢٢ مه:
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دننګرهارولايت هغوحاجيانو ته چې شمېره يې له ٣٠١ څخه تر ٨٠٠  پورې وي؛ خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي د مياشتې په ٢٣مه نيټه د يکشنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د عيدګاه جامع جومات ته حاضر شي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي د عيدګاه جامع جومات ته د بدرګه کوونکو په نامه د نورو اشخاصو ننوتل منع دي.
د يادونې وړ ده حاجيان دې بايد خپل د هويت کارتونه له ځان سره ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته