ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢٧:
دکابل دحوزې  دکانکور دآزموينې  په څلورم پړاو کې  د٢٦ نورو  ليسو دزياتولو په اړ وند د کانکور دآزموينو دکميټې خبرتيا
دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې اړوند  دمحمودهوتکي ، محبوبه هروي ، غازي ميرزمانخان ، قلعه زمانخان ، د ارزان بيه پروژي دحياتي ليک لوست ، دپروژشګاه دمرکز ،  دمحمداکبرخان پامير دنجونو ،  د ذاکرين ښارګوټي ،  سيداسماعيل بلخي ، قلعه حسن  خان ، شيخ زايد بن سلطان ، عبدالقادر بيدل ، دعبدالحى حبيبي  دهلکانو ، دعبدالحي حبيبي دنجونو ، عاشقان او عارفان ، پامير ښارګوټي ، عبد العلي مستغني ، دسرې مياشتې  دمشعل بيتاب ، غلام محمد فرهاد ، حکيم ناصر خسرو بلخي ، دپلچرخي دنجونو، د شيرپور دحياتي ليک لوست ،  له پوهنې سره دمرستې  دلومړي لمبر دنجونو ، له پوهنې سره دمرستې ددويم لمبر دنجونو ، له پوهنې سره دمرستې ددريم لمبر  او دآصف مايل دليسو   د ١٣٩٤ کال  او دتيرو کلونو  عمومي او متفرقه ددولسمو ټولګيو ټولو فارغانو ته  چې دکانکور دآزموينې داوطلبان دي  خبر ورکول کيږي چې  ددغو طلبانو دکانکور دآزمويني دشموليت کارتونه  سره له نن دپنجشنبې له ورځې  د ١٣٩٤ کال  دکب دمياشتې  له  ٢٧نيټې څخه  په اړوندو  ليسو کې ويشل کيږي او ددغو داوطلبانو دکانکور آزموينه  د١٣٩٤ کال دکب دمياشتې  په  ٢٩نيټه  دشنبې دورځې  دسهار په نهو بجو  دکابل ښار په  څلور ګونو پوهنتونو  ( کابل پوهنتون ،    دکابل  په پوليتخينک پوهنتون ،  دشهيد استاد رباني  دښوونې او روزنې په پوهنتون او دکابل په طبي پوهنتو کې  )  اخيستل کيږي .
د کانکور د آزموینې د اخستنې خونه او ځاى د داوطلب په کارټ کې لیکل شوي دي او داوطلبان دې په ټاکلي وخت اړوندو پوهنتونونو ته ورشي.
دغه راز د کانکور د آزموینې له ټولو شاملانو څخه غوښتنه کیږي چې د آزموینې په ورځ دې د آزموینې صحنې ته د موبایل، مخابراې، وسلې او له هر راز برقي وسیلې له راوړلو څخه ډډه وکړي.
له داوطلب سره د دغو وسایطو د لیدلو په صورت کې که څه هم استفاده يی هم نه وي کړې، د آزموینې له لایحې سره سم آزموینه يی باطلیږي او داوطلب د آزموینې له صحنې څخه شړل کیږي او امنیتي مسوولینوته معرفي کیږي. سر بیره پر دې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کیږي چې د تابعیت د تذکرې اصل، تور خودکارقلم او د څانګې د کود جدول له ځان سره ولري.
د نورو ليسو د فارغانو د آزموينې نيټه به وروسته اعلام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته