ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٥ :
د فوايد عامې وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست خبرتيا
د ١٣٩٥ هجري لمريز کال د را رسيدو په درشل کې هره ورځ زموږ په زرګونه تنه هېوادوال د شاه ولايتمهآب حضرت علي ( کرم الله وجه ) د مبارک علم د پورته کولو په مراسمو او د ګل سرخ په دوديزه ميله او د مبارکې روضې په زيارت کې د ګډون  په خاطر د سالنګونو له لوى لارې مزارشريف ته ځي چې له دې لارې څخه د زيارت کوونکو او هېوادوالو د تيريدو د ښه مصوونيت په مقصد د سالنګونو د ترافيکو ټولو شاملانو ته خبر ورکول کيږي چې سر له نن (د روان کال د کب د مياشتې له ٢٥ نيټې څخه د ١٣٩٥ کال د وري د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې له شمال څخه جنوب ته او د١٣٩٥ کال  د وري د مياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر پنځمې نيټې پورې له جنوب څخه شمال ته ټولو ډول ډول بار وړونکو وسايطو ته د تيريدو اجازه نه ورکول کيږي .
  په دې وسيله د دغه شان وسايطو له چلوونکو څخه په جدي توګه غوښتنه کيږي  چې په دغو ورځوکې دې مزاحم نه شي او د موظفينو له لارښوونې سره سم دې عمل وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته