نړۍ

خاتمي د ټولو سياسي بنديانو دخوشې کولو غوښتنه وکړه.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥

دايران پخواني  جمهور رييس محمدخاتمي په دغه هيواد کې دټولو سياسي بنديانو دآزادولو غوتنه وکړه.
دفرانسې خبري آژانس دايران دخبرى آژانس له خولې خبر ورکړ  :   خاتمي چې دمجلس له پخوانيو غړو سره يې خبرې کولې له اتيا تنو بنيديانو سره دښه چلند
له امله خوښي څرګنده کړه خو دغه  پوښتنه يې طرحه کړه  چې  ولې ټول بنديان خوشې نه شي.
خاتمي وويل :  ډيرو هيڅ خلاف کار نه دى کړى او د زياترو تورونه  ناسم  و .
خاتمي دغه راز هغه بدلونونه  چې دايران دجمهور رييس په توګه دحسن روحاني  له ټاکلو وروسته ترسره شوي دي  وستايل او په هغو فشارونو يې انتقاد وکړ چې دمحمود احمدي نژاد د حکومت په وخت وارديدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته