حکومت بايد د جنوب لوېديځ بد امنيتي وضعيت ښه کړي

کابل / د غويي٣١ مه / باختر
په پارلمان کې د افغانستان د جنوب لوېديځو ولايتونو استازو په يوه غونډه کې د دغې سيمې د امنيتي حالت پر خرابوالي اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د خلکو امنيت تامين کړي.
هغوى دغه راز له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د خلکو په کورونو کې د ماينونو له ښخولو څخه لاس واخلي او د زرګونوکورنيو د تيښتې سبب نه شي.
په دې غونډه کې چې د ستر قندهار ځوانانو سراسري شورا جوړه کړه؛ برخه والو د قندهار، هلمند، زابل، روزګان، فراه او نيمروز امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ وباله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د حالت د ښه والي لپاره تدبيرونه ونيسي.
په پارلمان کې د هلمند د خلکو استازې نسيمې نيازۍ پر حکومت په انتقاد سره وويل: بهرني ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو بهير د هېواد له جنوب او جنوب لوېديځو ولايتونو څخه پيل کړ، خو حکومت د دغې امنيتي تشې د ډکولو لپاره کوم پروګرام نه درلود.
هغې وويل: د طالبانو د بريدونو او د هغوى د شتون زياتوالي د دې سبب شوي دي چې د هېواد جنوب لوېديځ ته ځمکني لارې د تګ راتګ پرمخ وتړل شي او مسافر وړونکي هوايي شرکتونه هم د ناامنيو له امله خپلې الوتنې ودروي.
نيازۍ وويل چې د هېواد په جنوب لوېديځ کې د حکومتولۍ بهير د طالبانو د شتون په زياتوالي سره له ستونزې سره مخ شوى دى او طالبانو په زياتو برخو کې مخابراتي خدمتونه بند کړي دي.
د پارلمان غړې شکوفې نورزۍ او د روزګان د ولايتي شورا پخواني رييس امان الله هوتکي په دې غونډه کې له حکومت څخه وغوښتل چې د پوځي عملياتو په ترسره کولو سره د هېواد په جنوب لوېديځ کې د طالبانو ټغر راټول کړي او د خلکو د ژوندانه او حکومتولۍ بهير لپاره شرايط برابر کړي.
هغوى له حکومت او مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې له زرګونو جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.
د روزګان د ولايتي شورا پخوانى رييس وايي چې اوس د روزګان په شپږو ولسواليو کې افغان ځواکونه يواځې د دوو ولسواليو په بازارونو کې شتون لري او د دې ترڅنګ حکومت يواځې د ترينکوټ ښار تر کنټرول لاندې لري.
د غونډې ګډونوالو د هېواد په جنوب لوېديځ کې د خيالي سرتېرو شتون د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د ماتې علت وباله.
هغوى د مثال په ډول وويل چې هلمند تر ٣٠ زرو پوځيانو پورې په تشکيل کې لري، خو د دې ترمنځ زرګونه خيالي سرتېري شته چې فزيکي شتون نه لري.
هغوى له طالبانو څخه وغوښټل چې له ورانکارۍ څخه لاس واخلي او د سولې او خبرو لاره دې غوره کړي.
هغوى له جنوب لوېديځ څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د تشې د ډکولو د تدبيرونو په نيولو کې د حکومت د بې پروګرامۍ ناوړو پايلو ته په اشارې وويل چې حکومت بايد له دې کار څخه سبق اخيستى وي او د تدبيرونو په نيولو سره پرې نه ږدي چې د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د هېواد نورې سيمې د هېواد د جنوب لوېديځو ولايتونو په شان وسله والو طالبانو ته ښه بستر شي.
د ستر قندهار ځوانانو سراسري شورا په دې غونډه کې خبردارى ورکړ: که چېرې حکومت د هېواد جنوب لوېديحو ولايتونو ته د امنيت د ټينګښت لپاره د دوى غوښتنو ته پاملرنه ونه کړي؛ هغوى په مدني اقداماتو لاس پورې کوي.
وسله وال طالبان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په پيل سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.
ختم –ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته