سیاست

حکمت خليل کرزي د آسيا د همکاريو د خبرواترو دوزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢١
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون د تايلند په پايتخت بنکاک کې د آسياي همکاريو د خبرو اترو د وزيرانو په څوارلسمه غونډه کې ګډون او وينا يې وکړه.
د بهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د وينا په ترڅ کې د آسيايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او تفاهم د پراختيا او پياوړتيا په لاره کې د آسيايي همکاريو د خبرو اترو رول وستايه او د آسيايي هېوادونو ترمنځ د سيمه ييزو همکاريو په بنسټيزکيدو يې ټينګار وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د سيمه ييزو همکاريو او د سيمې د نښلولو په لاره کې د افغانستان د حکومت هلوځلو ته په اشارې سره وويل: افغانستان د مرکزي آسيا او د جنوبي آسيا د هېوادونو ترمنځ د ترانزيت د نږدې تګلوري په توګه په بېلابېلو برخوکې د سيمې د نښلولو لپاره مناسب فرصت برابر کړى دى، لکه د ټاپي، کاسا – ١٠٠٠، توتپ او دغه راز د افغانستان او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيت د نښلو پروژو په ګډون د سترو پروژو عملي کيدل به نه يواځې افغانستان د سيمې د ترانزيت په مرکز بدل کړي، بلکې د آسيا د زړه په سيمه کې به د سيمې د همکارۍ څيره بدله کړي.
په همدې ترتيب د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د آسيايي همکاريو د خبرو د آرمانونو او هدفونو تحقق د آسيايي هېوادونو ترمنځ په همکارۍ پورې مربوط وباله او دغه راز د آسيايي همکاريو د خبرو د کارونو د برياليتوب لپاره يې د يوه دايمي سکرتريت شتون مهم وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته