حکمت خليل کرزي افغانانو ته دويزې دصادرولو ستونزې دعربي متحده اماراتوله سفيرسره وڅيړلې
کابل باختر دوږي دمياشتې ٨ :
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون افغانانوته د ويزې د صادرولو د ستونزو دلرې کولو په باب په کابل کې د عربي متحده اماراتو له سفير يوسف بن سيف آل علي سره خبرې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د افغاني سوداګرو او نورو اتباعو د نويو الکترونيکي پاسپورټونو د بيا تاييد او دغه راز افغانانو ته دعربي متحده اماراتو د ويزې دصادرولو په برخه کې د بنديزونو د وضع کولو په باب په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د ټينګار په باب له يوسف بن سيف آل علي سره خبرې وکړې.
ده وويل: دافغاني اتباعـــو په ټولـــــو پاسپورټونو د بنديـــزونو وضع کولــــو او د شرايطو سختولو د بهرنيو چارو وزارت قونسلي برخې ته زياتې ستونزې پيدا کړې دي چې په دې برخه کې په کابل کې د عربي متحده اماراتو د سفارت دپاملرنې او هر اړخيزې همکارۍ غوښتنه کوو.
وروسته دعربي متحده اماراتو سفير ژمنه وکړه چې دپاسپورټونو دبيا تائيد او افغانانو ته د ويزې په صادرولوکې د بنديزونو د وضع کولو ستونزې په جدې توګه تعقيب کړي او د اړتيا په صورت کې به دغه ستونزه دخپل هېواد مقاماتو ته هم وليــــږدوي.
د کتنې په پاى کې، دواړو لورو په افغانستان کې د سوداګرۍ، پانګونې، بيارغاونې، کرنې او اوبولګولو، د کانونو د را ايستولو او په بنسټيزو برخوکې د کار او په افغانستان کې د دغه هېـــواد د رول په باب خبرې وکړې.