کابل باختر د ثورپنځلسمه :
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون دتروريزم پرخلاف د مبارزې او د تاوتريخوالي د رامنځته کوونکې بنسټپالنې د مخنيوي په کنفرانس کې چې د تاجکستان جمهوريت ، داروپا اتحاديې او د اروپا دامنيت او همکارۍ د سازمان په کوربه توب د ٤٧ هېوادونو او نړيوالو اوسيمه يېزو سازمانونو په ګډون د دوشنبې په ښار کې جوړ شوى و ، ګډون وکړ .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ؛ په دې کنفرانس کې د تاجکستان جمهوريت جمهور ريېس امام علي رحمان د تروريزم پرخلاف د مبارزې په لاره کې د دغه هېواد د برياليو تجربو ، مبارزې او په نويمو کلونو کې په افغانستان کې کورنيو ستونزو ته اشاراه وکړه او په هغه وخت کې د نړيوالې ټولنې نه همکاري او نه پاملرنه يې دتروريزم د پراختيا سبب او د سپتمبر د يوولسمې نيټې د پيښې د رامنځته کېدو يو دليل وباله .
ده تروريزم يوه سيمه يېزه او نړيواله ستونزه وبلله او ويې ويل چې دغه پديده له هيڅ ملت او دين سره اړيکه نه لري .
رحمان له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په ګډه د دغه ناوړې پديدې د مخنيوي لپاره اقدام وکړي او د هغه پرخلاف مبارزه وکړي .
ده د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې د بهير ملاتړ وکړ او په دې برخه کې يې د خپل هېواد تيارى اعلام کړ .
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازيتوب د يو هئيت په مشرۍ دوشنبې ته تللى دى.
ده په خپله وينا کې د تروريزم د ودې او څرنګوالي عوامل بيان کړل او د دغې پديدې پراختيا يې د نړيوالې همکارۍ او وفاق د سطحې ټيټوالى ، له يوشمېر دولتونو له خوا له دغې پديدي څخه افزاري استفاده او له مافيايي او جنايي شبکو سره د تروريستي شبکو نږدې اړيکې وبللې .
ده د دغې پديدې د له منځه وړلو لپاره د نړيوالې ټولنې د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د دولتونو په زيات مسووليت منلو ټينګار وکړ . ختم_ ج _ اکرم