حوثیان په سره بحیره او عدن خلیج کې بریدونه زیاتوي
نړۍ, د کب ۲۲ مه بهرنۍ رسنۍ
د یمن حوثي وسلوال وایي د روژې په میاشت کې به په سره بحیره او عدن خلیج کې د امریکا او د هغه د متحدینو پر پوځي او سوداګریزو کیښتیو بریدونه زیات کړي.
دغه بریدونه په غزه کې د اسرایلي ځواکونو د روانو عملیاتو له پیل لږ وروسته شروع شول، چې سیمه کې یې د ناورین د لاپراخېدو احتمال زیات کړی دی.
د حوثیانو په دغو بریدونو کې تر دا مهاله لسګونه امریکایي او نورې کیښتۍ په نښه شوې دي.
دغه یمني ډله وایي، بریدونه د اسرایلو په مقابل کې د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر ملاتړ ترسره کوي.